الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د یوولسمې او پنځلسمې ناحیو له مشرانو او استازو سره ولېدل

27 ثور 1403

11992.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ستونزو د پېژندلو او حل په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یوولسمې او پنځلسمې ناحیو له یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو سره ولېدل.  کابل ښاروال د معیاري او اساسي سړکونو د نشتوالي، لښتیو، کانالونو او د لسګونو نورو سیمه ییزو او ښاري ستونزو په اړه د خلکو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او د ستونزو د حل او په روان کال کې یې د متوازنې ودې پر بنسټ د کابل ښاروالۍ د پراختیایي پلانونو په اړه خبرې وکړې.  دغه راز کابل ښاروال ژمنه وکړه چې، د ښاریانو دسیمه ییزو ستونزو د هواري لپاره به اړین اقدامات ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه: په یوولسمه او پنځلسمه ناحیه کې د نښلوونکو او یو شمېر نورو سړکونو جوړول زموږ په پلان کې لومړیتوب لري. په دې لېدنه کې د يادو سيمو مشرانو او مخورو د کابل ښاروال له کړنو ستاینه وکړه او د تشویق لپاره يې چپن ورته ډالۍ کړه، او له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ يې د سیمه ییزو ستونزو د هواري په برخه کې خپل چمتووالى په ډاګه کړ