د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اداري پړاوونو د ساده کولو په اړه د کابل ښاروالۍ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

27 ثور 1403

11998.jpg (1820 × 1024)

د پېچلو اداري پړاونو د ساده او آسانه کولو په موخه د کابل ښاروالۍ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د ریاست الوزا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په شتون کې، د چارو ادارې د رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو. په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا مرستیال د اداري پړاونو د ساده کولو څخه موخه د ښاریانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی وباله او ویې ویل: د دې پروسې په پلې کېدو سره به د ښاریانو د رضایت کچه لوړه او د اداري فساد د کمېدو او د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې به ګټور ثابت شي. په همدې توګه د چارو ادارې رئیس د نورو حکومتي ادارو د ادراي پړاونو د ساده کولو په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې، د ا.ا.ا اړوند ټولې ادارې باید د خلکو لپاره خدمت کوونکې وي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل: کابل ښاروالي د اداري پړاوونو د ساده کولو په برخه کې قوي ژمنتیا لري او هڅه کوي چې، خپل نوي سیسټمونه د ښاریانو اړتیاوو ته په کتو جوړ او پلي کړي. نوموړي زیاته کړه: کابل ښاروالي د اداري سیسټمونو د ساده کولو په برخه کې د نورو اړوند ادارو همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري. کابل ښاروالۍ په وروستیو شاوخوا درې کلونو کې نوي سیسټمونه رامنځ کړي دي ترڅو، د ښاریانو اسناد په کم وخت کې اجرا شي. د یادونې وړ ده چې، په ۱۴۰۲ کال کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې سره په همغږۍ کابل ښاروالۍ توانېدلې ده ترڅو خپلې (۲۳) اداري پېچلې پروسې ساده کړي چې، د عملي کولو په اړه به یې اقدام وشي. د ودانیز جواز د اخیستو، د جایدادونو او ملکیتونو د ثبت، د عوايدو راټولولو او د بودجې د لګښت سیسټمونه د یادو (۲۳) سیسټمونه له ډلې څخه دي