د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې او ودانیزو قراردادي شرکتونو له استازو سره غونډه ترسره کړه

29 ثور 1403

12003.jpg (1820 × 1024)

د کار د ښه کیفیت او په ټاکلي وخت د سړک جوړونې د پروژو د پلي کېدو په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د سړک جوړونې او ودانیزو قراردادي شرکتونو له استازو سره غونډه ترسره کړه په دې غونډه کې کابل ښاروال وویل: هغه قراردادي شرکتونه چې، له کابل ښاروالۍ سره قرارداد لري؛ مکلف او مسؤل دي چې زیربنایي او ټولګټې پروژې په ټاکلي وخت او لوړکیفیت سره پلي کړي.  کابل ښاروال زیاته کړه چې، د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه باید تر کار لاندې سړکونو د کیندنې او خاورو لېږدونې پر وخت  اوبه وشيندل شي، او د کار په بهیر کې د خوندیتوب اړین توکي لکه دکارجامې، خولۍ، بوټان، د خبرتیا فیته اونور اړوند مسایل په پام کې ونیول شي. دغه راز کابل ښاروال د خپلو خبرو په دوام وویل: د سړک جوړونې پروژې باید په پوره ایماندارۍ او صداقت سره پلي شي ترڅو د ملي پانګې (بیت المال) د ضایع کیدو مخه ونیول شي. په ورته وخت کې د سړک جوړونې او ودانیزو قراردادي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د شوي قرارداد له مخې تر کار لاندې پروژې په ټاکلي وخت او په لوړ کیفیت سره بشپړې کړي. همدا شان د یادو شرکتونو استازو د پروژو پر وړاندې شته ستونزې له کابل ښاروال سره شریکې کړې چې، یادو ستونزو ته د رسېدو په موخه کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې