د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بغلان ولایت سېلاب ځپلو ته په کابل ښار کې د مرستو راټولولو لړۍ روانه ده

29 ثور 1403

12011.jpg (931 × 524)

د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره د همدردۍ په موخه، په بېلابېلو ناحیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري له خلکو د مرستو راټولولو لړۍ روانه ده. د اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په وینا؛ د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د مرستو راټولولو لپاره،(۹) خیمې درول شوې دي ترڅو سیمه ییزې شوراګانې مرستې راتولې او د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لارې یې پېښو ته د رسېدنې کمیسیون ته وسپاري. نوموړي زیاته کړه: د یادې ناحیې د ګذرګاه له نوي پله، اغا علي شمس، تخنیکم، پل حسن، چهلستون، دوغ آباد، علاء الدین درې لارې، ده مرادخان او ریشخورو له سیمو څخه مرستې د راټولېدو په حال کې دي چې، نغدې پیسې، جامې او د کور نور اړین توکي پکې شامل دي. د مرستو راټولولو دغه لړۍ به په بېلابېلو ناحیو کې دوام ولري او هڅه کیږي چې، راټولې شوې مرستې هرڅه ژر بغلان ولایت ته ولیږدول شي