د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د اتمې ناحیې مسئولینو د عزیزي هوتک له بازار څخه د څارنې په لړ کې، (۱۵۰۰) كيلو ګرامه بې كيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه يې ټاکلي ځاى ته ولیږدول. په دغو توکو کې غوړي، مکروني، چاکلېټ، شيدې، د لوبيا، نخودو او کبانو کنسرو، بسکویټ، غیر الکولي څښاک توکي او د مينځلو مواد شامل دي. له ښاریانو څخه هیله کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پر مهال د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي
د نولسمې ناحیې له بازارنو څخه ۱۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول
30 ثور 1403