د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخواه سوداګریز کمپلکس د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

1 جوزا 1403

12032.jpg (1820 × 1024)

 د دويمې ناحيې اړوند د نادرپشتون په سيمه کې د خيرخواه تجارتي مارکېټ د جوړولو چارې، د خصوصي سکټور (ملي سوداګرو ټولنې) په مرسته د چارو ادارې تر مديريت لاندې روانې دي. یاد مارکېټ د اقتصادي ودې په موخه، د کابل ښاروالۍ له پلان سره سم په  ۱۰۴۰۰ متر مربع ځمکه کې په پرمختللي او معیاري ډول په ۹ پوړونو کې  د څه باندې ۳۲ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي چې تر دې دمه یې ۹۰ سلنه چارې مخته تللې دي.  د دې مارکېټ ۲ پوړونه د ۱۷۰۰ موټرو د پارکینګ لپاره ډیزاین شوي دي. په همدې توګه د دغه مارکېټ په ډيزاين کې د اصنافو د ۳ برخو ( برېښنايي توکو، الکتریک وسایلو او موبایل پلورونکو) لپاره ۱۷۰۰ هټۍ ، د نندارتون ځای، جومات، سپورټي لوبغالی، رستورانت او تفريحي ځای هم په پام کې نيول شوي دی. دغه راز په دې مارکیټ کې اړینې آسانتیاوې لکه: ښاري او لمریزه برښنا او د اور وژنې او خوندیتوب مسایل هم په نظر کې نیول شوي دي. دغه مارکېټ د مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکتور ملکیت دی. په وروستيو کې د دغه مارکېټ مخې ته د ٣٢٠٠ متر مربع په پراخوالي له تیږو څخه پلې لارې هم جوړې شوې دي چې، پلو لارویانو ته یې د آسانتياوو رامنځته کولو تر څنګ د يادې سيمې ښکلا هم زياته کړې ده