د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې پروژو د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وکړ

1 جوزا 1403

12036.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار په کچه د سړک جوړونې پروژو له کار څخه د لیدنې پر مهال د یادو پروژو د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار وکړ او په همدې توګه د سړک جوړونې د هغه پروژو له سیمو څخه یې هم څارنه وکړه چې، ټاکل شوې ده برابرې پراختیا ته په کتو یې چارې پیل شي. نوموړي مسئولانو ته لارښوونې وکړې چې، د زیربنايي پروژو په کار کې دې غفلت نه کوي او له فرصت څخه په ګټه اخیستلو دې د ماسټر پلان له مخې د نویو پروژو د تدارکاتي پړاونو ترسره کولو په اړه اقدام وشي. کابل ښاروال د شمال- لودېدیځ نښلوونکي سړک، د عدلیې وزارت له مخې د افشار دارالامان له سړک، د کمپنۍ- برچي له نښلوونکي سړک او یو شمېر نورو تر کار لاندې سړکونو څخه لیدنه وکړه او مسئولانو ته یې وویل: د یادو پروژو د کار د بشپړېدو په برخه کې دې هیڅ راز ځنډ نه راوستل کیږي او د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونه دې د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه پر وخت څارنې وکړي ترڅو، دا پروژې په معیاري او سمه توګه پلې او بشپړې شي. د چارو د پر وخت او غوره ترسره کېدو په موخه کابل ښاروال وخت ناوخت د پروژو د کار له جریان څخه څارنه کوي.  د دې څارنو یوه موخه داده ترڅو د بیت المال پانګه بې ځایه مصرف نشي