الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د آسمايي غره په لمن کې د زينو او زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي

1 جوزا 1403

12038.jpg (1820 × 1024)

12038.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د آغاخان کلتوري بنسټ په مرسته د درېیمې ناحیې اړوند د آسمايي غره په لمن کې د پل آرتل خوا ته د زینو او زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي. په یاده سیمه کې د ٣٨٠ مترو په اوږدوالي، له ٤٠ تر ٥٠ سانتي مترو په سور او د ٢٠ سانتي مترو په لوړوالي د زینو او له ٢٠ څخه تر ٨٠ متر مربع په پراخوالي د ١٧ زرغونو سیمو د جوړولو چارې روانې دي چې، د احاطې جوړول، د کرنیزې خاورې لیږدول، د ګلانو او نیالګيو کېنول، چمن کرل او د زینو جوړول هم پکې شامل دي. د دې زرغونو سیمو په جوړېدو سره به د آسمايي تاريخي غره د لمنې او په ټوله کې د کابل ښار ښکلا ډېره شي. د یادونې وړ ده چې، له دې پروژې څخه ګټه اخیستونکي د آسمايي غره په سر اوسېدونکي دي چې، له زینو سربېره به له زرغونو سیمو هم ګته اخلي