الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

1 جوزا 1403

12040.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، د لومړۍ ناحیې پخوانی مرستیال مولوي شبیر احمد تبدیلاً د نهمې ناحیې د رئیس په توګه، د نهمې ناحیې پخوانی رئیس حافظ حیات الله حیات تبدیلاً د یو ویشتمې ناحیې د رئیس په توګه او د یو ویشتمې ناحیې پخوانی رئیس مولوي شمس الدین الهام تبدیلاً د لومړۍ ناحیې د مرستیال په توګه ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د چارو د ښه او پر وخت ترسره کېدو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښوونې په ډاګه کړې او ویې ویل: په اداره کې د چارو د ښه والي په موخه، بدلون یو اصل دی او یاد اشخاص ژمن، صادق او له غوره کاري تجربو څخه برخمن دي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري ترڅو دوی خپل مسئولیتونه په پوره رښتینولی ترسره او د ښاریانو رضایت ترلاسه کړي