الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د خیرخانې کوتل سړک له درېیمې طبقې قیر چارو څخه څارنه وکړه

6 جوزا 1403

12076.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کار د کیفیت او چټکتیا په موخه د خیرخانې کوتل سړک له درېېمې طبقې قیر چارو څخه لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، د دې مهمې پروژې چارې دې هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستل شي. نوموړي مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، د پروژې له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارني وکړي ترڅو د فرصتونو او ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. د ۳۷۱۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۷ مترو په سور سره د یاد سړک چارې تېر کال پیل شوې وې او ټاکل شوې ده چې منل شویو معیارونو په نظر کې نیولو سره بشپړې شي. همدا راز د قير چارو ه بشپړېدو وروسته به ډېر ژر د یاد سړک د کرښو اچونې او د څراغونو نصبولو چارې هم ترسره شي. د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال مسئولانو د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د چارو د چټکتیا په موخه هم یو شمېر لارښوونې وکړې. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کیږي چې، کابل ښار د هېواد له ۱۴ شمالي ولایتونو سره نښلوي