الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې اړوند ٨٤ سرايونو کې جغل واچول شول

6 جوزا 1403

12078.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د غوښتنې پر بنسټ، د پنځمې ناحیې د کوټه سنګي (میرویس میدان) دیوان بیګي او کمپنۍ سیمو اړوند په ۸۴ سرایونو کې د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه جغل واچول شول. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد په دې اړه وویل: له وړاندې د مستریانو، د بار وړونکو موټرو، تېل پلورونکو او نورو بېلابېلو صنفونو فعالیت کوونکو ته سپارښتنه شوې وه چې، د چاپېریال ساتنې مسایل په پام کې ونیسي او د خپلو سرایونو د تنشابونو فاضلاب او اوبه په ښه توګه تنظیم کړي. نوموړي زیاته کړه: په دې وروستیو کې له (۱۲۷) سرایونو څخه څارنه شوې او مالکانو ته یې د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی. دغه راز د چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال وویل:د ښار په کچه د چاپېریال ساتنې اړوند مسایلو څخه جدي څارنه کیږي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي