د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښار په دریو برخو کې د سړک جوړونې له پروژو څخه لیدنه وکړه

6 جوزا 1403

12084.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې او اوولسمې ناحیې اړوند له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د کابل شمال- لوېدیځ  د نوي سړک، د څلورمې او اوولسمې ناحیې اړوند د بادام باغ- باغ بالا له سړک او په پنځلسمه ناحیه کې له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نویو سړکونو د جوړېدو له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار پر کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، چارې یې تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې او تر دې دمه (۵۰) سلنه مخته تللې دي. په همدې توګه له سرای شمالي څلورلارې څخه تر کارته پروان څلورلارې پورې د بادام باغ سړک د پراختیا او جوړولو چارې (۳۲۸۹) متره اوږدوالی لري چې، (۲۰۰۰) متره یې (۳۰) متره او (۱۲۸۹ ) متره نور یې (۲۰) متره سور لري او اوس مهال یې چارې روانې دي. دغه راز له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې (میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې د نوی نښلوونکی سړک چارې چې، (۱۸۹۰) متره اوږدوالی او ( ۴۵) متره سور لري  په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې دي تر اوسه (۲۰) سلنه مخته تللې دي. کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته د سړک جوړونې د یادو پروژو د کار د کیفیت او چټکتیا په برخه کې اړینې سپارښتنې وکړي او ویې ویل: په دې برخه کې باید له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونشي او تر کار لاندې پروژې باید په ټاکلي وخت بشپړې شي