الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک د چارو بشپړول د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د کړنو په سر کې ځای لري

7 جوزا 1403

12095.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کمپنۍ- برچي نښلوونکي سړک او د یاد سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو له چارو لیدنه وکړه او د کار پر بشپړېدو یې ټینګار وکړ. د کمپنۍ سړک چې، له قلعه ناظر سیمې څخه د نقاش ترحمام پورې ( ۲۲۷۴) متره  اوږدوالی او (۳۰ )متره سور لري، د جوړولو چارې یې تېر کال د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون به د پنځمې او دیارلسمې ناحیې ترمنځ په بنسټیزه توګه جوړ شي.  د دې سړک د لومړۍ طبقې قیر چارې ترسره شوې دي او ډېر ژر به یې د دویمې طبقې قیر چارې هم پیل شي. په همدې توګه د یاد سړک په اوږدو کې د (۲۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره په دوه لینونو کې یو پُل ډیزاین شوی دی چې، د اړتیا وړ وسایلو په چمتو کېدو سره به یې ډېر ژر د چارو د بشپړېدو شاهدان و اوسو. د یادونې وړ ده چې، د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د پل سوخته او د برچي عمومي سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي