د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل سیند ته د فاضلاب پرېښودل شویو لارو د بندلو په اړه پوهاوی ورکړل شو

7 جوزا 1403

12099.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند سیمو کې کابل سیند ته د فاضلاب پرېښودل شویو لارو د بندولو په اړه پوهاوی ورکړل شو. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر وویل: کابل سیند ته له کورنو څخه د را پرېښودل شویو فاضلاب لارو د بندولو لړۍ یو ځل بیا پیل شوه. نوموړي زیاته کړه چې، ښاریان باید د فاضلاب لپاره جذب نه لرونکې سپتیک څاه وکیندي او لښتیو او کانالونو ته د فاضلاب لارو له راپرېښودلو ډډه وکړي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د مسئولانو په وینا؛ د کابل سیند له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، دغه لړۍ په ټولو هغه ناحیو کې چې د کابل سیند ته څېرمه پرتې دي دوام لري.  د یاد ریاست د مسئولینو په وینا؛ له سرغړونکو څخه لیکل شوې ژمنه اخیستل شوې ده ترڅو د خپلو ودانیو دفاضلاب را پرېښودل شوې لارې بندې کړي چې، په پایله کې یې یو شمېر ښاریانو په دې برخه کې اصلاحات راوستي دي او یو شمېر نور بیا له قانوني چلند سره مخ شوي دي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسئولان ټینګار کوي هغه ښاریانو چې، د خپلو ودانیو فاضلاب لارې یې کابل سیند ته را پرې اېښې دي هرڅه ژر دې بندې کړي او د جذب نه لرونکې سپتیک څاه د کېندلو په اړه دې اقدام وکړي