د قمبرڅلور لارې بلاکونو مخې د لښتي رغولو چاري چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوی وی، دوام لری. دغه لښتي د ۲۲۴مترو په اوږدو او ۸۰سانتي پلن والي درلودلو سره په اوسپنیزکانکریټي ډول رغول کیږي، چې د اړوندو سیمو د موسمي ورښتونو د اوبو مدیریت په برخه کې به ګټور تمام شی.