د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ په سیمه کې د څارویو د پلور بازار له داوطلبۍ وروسته نوي قراردادي ته وسپارل شو

8 جوزا 1403

12101.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ د داوطلبۍ د پروسې له ترسره کولو وروسته په لوېدیځ زون کې د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په سیمه کې د څارویو دپلور بازار (مال بازار) یوه نوي قراردادي شرکت ته وسپاره. د کابل ښاروالۍ د تدارکاتو رئیس مولوي عبدالله بلوچ په دې اړه وویل: د دغه بازار د داوطلبۍ بهیر په یوه شفافه فضا کې ترسره شو، چې په پایله کې د  پنځو شرکتونو له جملې څخه د خوشي لوګر شرکت د میاشتې د (۴۷۵۰۰۰۰) افغانیو په ورکولو سره د دغې داوطلبۍ ګټونکی وپېژندل شو. د څارویو دپلور دغه بازار چې، شاوخوا دوه څلوېښت زره او څلور دېرش متره مربع مساحت لري، په راتلونکي يو کال کې به کابل ښاروالۍ ته (٥٧) ميليونه افغانۍ عواید په لاس ورشي