د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې اړوند بازارونو کې ښاري نظم وڅارل شو

9 جوزا 1403

12113.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند شهرنو او نورو سیمو بازارونو کې د ښاري اصولو او مقرراتو له اړخه ښاري نظم وڅارل شو او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې. د لسمې ناحیې ریئس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: د څارنو په لړ کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مصرف نېټه او د نانوایانو ، قصابانو او رستورانتونو دچاپېریالي حفظ الصحې له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. نوموړي زیاته کړه: نانوایانو ته سپارښتنه وشوه چې وچه ډوډۍ دې په ټاکلي وزن او لوړ کیفیت سره چمتو او وپلوري. دغه راز د بېلابېلو اصنافو فعالیت کوونکو ته ټینګار وشو څو په سړکونو او پلولارو کې د خنډونو له جوړولو ډډه وکړي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. د روغتیا کارت درلودل، د فعالیت ځای په کاشي باندې سمبالول او نور روغتیایی مسایل، له هغه مواردو څخه دي چې د رستورانتونو،  قصابیو او نانوایي فعالیت کوونکي یې باید په جدي توګه په پام کې ونیسي