د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

لښتیو او کانالونو ته د کورونو د فاضلاب له را لېږدولو مخنیوی وشو

9 جوزا 1403

12115.jpg (1820 × 1024)

په درېیمه ناحیه کې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري کابل سیند ته په غځېدلو لښتیو او کانالونو کې د کورنو د فاضلاب له لیږدولو او اچولو څخه مخنیوی وشو او سرغړونکي له تادیب او سپارښتنو سره مخ شول. په هغه لښتیو او کانالونو کې چې، له کابل سیند سره نښلول شوي دي د فاضلاب اچول په جدي توګه څارل کیږي. ښاریان باید د فاضلاب لپاره غیر جذبوونکې سپتیک څاګانې وکیندي او لښتیو ته له را پرېښودلو څخه یې مخنیوی وکړي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د کابل سیند له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه له سرغړونکو څخه لیکل شوې ژمنې اخیستې دي ترڅو د خپلو کورونو د فاضلاب لارې بندې کړي. د ژمنو په پایله کې یو شمېر خپل فعالیتونه اصلاح کړي او یو شمېر نور له قانوني چلند سره مخ شوي دي