الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څلورمې او دوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره وکتل

10 جوزا 1403

12121.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د څلورمې او دوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له یو شمېر استازو او مشرانو سره د دوی د سیمه ییزو ستونزو حل کولو په موخه وکتل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د اساسي سړکونو، کانالونو، لښتیو او د نورو ښاري خدمتونو د نشتوالي او کمښت په برخه کې د ستونزو له اورېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ پلانونه په ډاګه کړل او ژمنه يې وکړه، چې د یادو ناحیو د اوسېدونکو د ستونزو د حل لپاره به ډیر ژر اقدام وکړي. نوموړي څرګنده کړه: د متوازنې پراختیا د اصولو له مخې د ښار د څلورمې او دولسمې ناحیو اړوند د نښلونکو او فرعي سړکونو جوړول زموږ په پلان کې لومړیتوب لري. په پای کې د یادو ناحیو د اوسېدونکو استازو د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې وستایلې او د ښاري پروژو په پلي کولو کې یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه. د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ د ١٤٠٣ کال پرمختيايي پلان د متوازنې پراختیا د اصولو پر بنسټ جوړ شوى، چې د پلي کېدو په حال کې دى. پاتې دې نه وي چې، د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال پرمختيايي پلان د جوړولو پرمهال به د خلکو پر ځای غوښتنې او وړاندېزونه په پام کې ونیول شي