د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست اړوند د جنازو د لیږدولو او تنظیم مدیریت د کابل ښاریانو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د (۱۰) امبولانسونو په درلودلو سره په رسمي او غیر رسمي ورځو کې د سهار له (۶) بجو څخه د ماښام تر (۶) بجو پورې د کابل ښاریانو په چوپړ کې دی. یاد مدیریت د کابل ښار په دننه کې د جنازو لیږدولو په بدل کې (۱۰۰۰) افغانۍ او د کابل ولسوالیو ته (۲۰۰۰) افغانۍ کرایه اخلی.
پته : ملک اصغر څلولارې - د کابل ښاروالۍ مرکزي دفتر – زرنګار پارک
د اړیکو شمېرې:
۰۷۸۸۶۹۶۳۵۳
۰۷۷۷۷۲۶۴۵۶
۰۷۹۹۰۴۲۵۳۰
۰۷۰۷۶۶۴۵۴۶