الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سړک جوړونې له بېلابېلو پروژو څخه لیدنه وکړه

12 جوزا 1403

12139.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د E برخې له سړک، په لسمه ناحیه کې د هوايي بلاکونو له سړک، د نهمې ناحیې اړوند د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د نوي نښلوونکي سړک او د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک له چارو لیدنه وکړه او د کار د کیفیت او چټکتیا په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. دغه راز کابل ښاروال مسئولینو ته په ټینګار سره وویل چې، د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه دې تخنیکي او فني څارنې ترسره کړي تر څو تر کار لاندې پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي  کابل ښاروال د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه د مخنیوي په موخه، د ښار په کچه د پروژو له کار څخه دوامداره څارنې کوي