الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې لپاره نوی رئیس وټاکل شو

12 جوزا 1403

12141.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، انجنیر سردارولی رحیمی د دوه ویشتمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس حافظ عبدالقدیر حقاني له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې وویل: ۲۲مه ناحیه د کابل په جنوب ختیځ زون کې  یوه له هغو نویو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د پرمختګ په حال کې ده او باید د ښاري نورمونو او معیارونو مطابق وده وکړي. ښاغلي حقاني زیاته کړه: په اداره کې د چارو د ښه والي په موخه، بدلون یو اصل دی او ښاغلی رحیمی یو ژمن، صادق او د ښې کاري تجربې لرونکی شخص دی  او هیله یې څرګنده کړه چې خپل مسئولیت به په پوره ایماندارۍ او صداقت ترسره کړي، تر څو د ښاریانو رضایت لا زیات شي