د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو له دفتر (UNOPS) سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

12 جوزا 1403

12145.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر ترمنځ، د بیارغونې پروژو د پلي کولو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه چې، په پایله کې یې یاد دفتر یو ځل بیا په بېلابېلو ناحیو کې د پروژو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره د مرستو لېوالتیا وښوده. د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان د یاد دفتر له مخکنیو همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل:د کابل ښاروالۍ له لوري له همکارو موسسو او بنسټونو سره د ښو اړیکو او پیاوړې همغږۍ له مخې تر دې وړاندې د  (UNOPS) دفتر له لارې د کابل ښاروالۍ په مرسته له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د هواري او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، (۲۰۰)رغنیزې پروژې تر سره شوې، چې، له دې ډلې څخه (۱۱۹) پروژې بشپړې او (۸۱) نورې یې تر کار لاندې دي. نوموړي زیاته کړه: د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر ( UNOPS) لېواله دی ترڅو د خپلو مخکنیو مرستو پر دوام، (۰۰ ۱) نوې پروژې له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې طرحه او پلې کړي. د دغو پروژو دیری یې د فرعي سړکونو، کوڅو او پارکونو د جوړولو په برخو کې دي.  دغه راز ښاغلي افغان وویل: یادې پروژې په لوړ کیفیت او د معیارونو مطابق پلې کیږي او د کار د کیفیت د تضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران پر وخت تخنیکي او فني څارنې کوي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر استازو له کابل ښاروالۍ څخه مننه وکړه چې، د پروژو پلي کېدو ته یې زمینه برابره کړې او ډاډ یې څرګند کړ چې، پروژې به د لومړیتوبونو د ارزونې له مخې طرحه او پلې شي څو سیمه ییزې ستونزې حل او  کاري بوختیاوې رامنځته شي