د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو

12 جوزا 1403

12148.jpg (1820 × 1024)

هېوادوالو ته د ترانسپورټي آسانتیاوو رامنځته کولو او د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه،د کابل ښاروالۍ له خوا د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې قیر چارې د سړک جوړونې په معیارونوسره برابرې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د دې سړک د لومړۍ برخې قیرچارې چې، (۳۷۱۰) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګدون تېر کال پیل شوې وې او اوس مهال یې یوازې د پلو لارو، تم ځایونو، د څراغونو نصبولو، کرښې اچونې، ترافیکي نښو نصبولو او د زرغونتیا چارې پاتې دي چې هغه به هم ډېر ژربشپړې شي. د کابل ښاروالۍمشرتابه او د تخنیکي او فني څانګو مسئولبنو له خوا د یاد سړک د کار له کیفیت او په ټاکلي وخت یې دبشپړېدو په موخه، دامداره څارنې ترسره شوې دي. د خیرخانې کوتل سړک د هېواد له ترانزیتي لارو څخه شمېرل کیږي چې، کابل د هېواد له ۱۴ شمالي ولایتونو سره نښلوي او د دویمې برخې د جوړولو چارې یې هم روانې دي. د یادونې وړ ده چې، له دې وروسته به د یادې لارې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ښاریانو ته به ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي