د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.35 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ته یې کولای شې!

پښتون امیدوار

 12150.jpg (2500 × 1100)

ژوند چې د هڅو، لوړو ژورو، بریالیتوبونو او ناکامیو یوه ټولګه ده او ته یې د یو لوبغاړي په توګه پر مخ وړې اړینه ده چې، په خپل بهیر(صفحو) کې به یو لړ ستونزې او خنډونه ولري، لوېدل او پورته کېدل به ورسره مل وي خو دا تیندکونه لوړې ژورې به په دې معني نه وي چې همدا ستا د هڅو وروستۍ ورځ وي او ګواکې د تسلیمۍ غاړه به ږدې، نه! ته باید داسې ونکړې ځکه که له ستونزو خلاصون په تسلیمۍ کې نغښتی وای نو د ځان وژل به حرام نه ؤ، هر چا به د لږ تکلیف په حس کولوسره مرګ ته غاړه ورکوله او ځان به یې له راپیښو شویو ستونزو ژغوره، خو داسې نده، که ولېدل شي بریالي خلک په یو وار بریا ته ندي رسېدلي د هغوۍ د بریا تر شا ډېرې ناخوالې پرتې دي، دغو خلکو موخې ته د رسېدو لپاره په کراتو کراتو را ولاړې شوې ستونزې ملامتې کړي او ځان یې پر حق ګڼلی او د ننګونو پر مخ یې کلکه څپیړه ورکړې ده، همدا لامل دی چې اوس یي خلک د خپلو خبرو د ښکلا لپاره په بیلګو کې راوړي. یو ځل د نورې نړۍ د نوموتو خلکو د ژوند فلسفه تعقیب کړه خپله به همت پیدا کړې او ځان ته به ووایې چې هو! زه یې کولای شم.  په یاد ولره چې ته هم د همدغو نړیوالو ستورو په څیر یو انسان یې، ته هم له هماغه نعمتونو څخه برخمن یې کوم چې د هغوی په وجود کې خالق تعالی ایښودي دي، خو ستا او د هغوی ترمنځ یوازې توپیر همدومره ده چې هغوی یې خپله ګټي د خپل هنر او کمال په وسیله یې لاسته راوړي، هم یې خپله خوري او هم یې نور د کمال او هنر له برکته په ځان بسیا دي، خو ته بیا یوازې دیته ګورې څو یې نور وګټي او ته ترې برخمن شې، یو لیکوال څه ښه وایي:

 د چنار په څیر په خپلو مټو زور کړه 

 د انګور غوندې په بل تاویږه مه!

دغه راز یو بل شاعر وایي:

هر مارغه چې د بل غوښه خوري مردار دی

ځان حلال کړه لکه زاڼه شاهین مه شه

هو همدا یو لوی حقیقت دی چې څوک د نورو په طمع ژوند کوي هغه به هیڅ کله هم د بریالیتوبونو خوند ونه څکي، ځکه وایي چې، په طمع د سپرو شي هغه پاتې په میرو شي. ځان ويښ کړه ته یې کولای شې، ته بریالی کیدلی شې او ته کولای شې چې نورو ته د خیر رسولو یوه وسیله وګرځې، خو دا هله چې ته دغه لاندې ټکي په غور سره واورې:

1- خپل ځان مطالعه کړه!

پدې معنی چې وګوره ته څوک یې، کوم ظرفیت یا پیاوړتیا ستا په وجود کې شته، آیا له هغې دې تر اوسه ګټه پورته کړې، که دې نده پورته کړې کوم لامل دی چې ستا مخه یې نیولې؟ د خپلو نیمګړتیاوو په اړه هیڅ اندیښنه مه کوه، ځکه څوک هم پوره ندي، هر انسان نیمګړی دی، هغه ظرفیت چې ستا په خپل وجود کې وموند دا هماغه ده چې بریالیو خلکو ترې کار اخیستی.

2- کوم شي ټکنی کړی یې؟

له ځانه وپوښته، هغه کوم خنډونه دي چې ستا د بریالیتوبونو مخه یې نیولې او ته یې ټکنی کړی یې، له ځان سره یې د یوې سپینې پاڼې پر ټنډه وکاږه او هر یو ته یې جلا جلا حل لاره ولټوه، هیڅ ستونزه شتون نلري مګر حل لاره یې شته!

3- خپل ظرفیت ته په کتو د شغل (کسب) انتخاب وکړه!

هڅه وکړه هغه کسب او هنر ته لاس واچوې د کوم ظرفیت چې ته یې په خپل وجود کې حس کوې، هر کسب ته لاس مه اچوه د خپل ظرفیت مطابق مخکې لاړ شه، نورو هم دا کار کړی ده، هسې نه شي چې هغه متل رښتیا کړې چې، کارغه د زرکې تګ کاوه خپل یې هم هیر شو، ته داسې مه کوه.

4- خپلې ناکامۍ په خپلو پخوانیو بریالیتوبونو وپوښه!

ته په دې فکر مه کوه چې زه یو ځل ناکام شوی یم او ښایي بیا ناکام شم، په دې اړه فکر وکړه چې زه وړاندې هم بریالی وم او بیا هم بریالی کیږم، همداسې وکړه لیرې به نه وي چې یو ځل بیا د خپلې بریا خوند وڅکې.

5- خپلې تیروتنې د بیاځلي نه تکراریدو په شرط ومنه!

دا ومنه چې هر انسان تیروتنه کوي او هیڅ انسان له تیروتنو خالی نده، خو له ځان سره هوډ وکړه چې په راتلونکي کې باید داسې کړنه بیاځلي ترسره نکړم، بریالیو خلکو له خپل تیر وخت نه پند اخیستې او ځان یې بریا ته رسولی دی.

6- د مثبت فکر لرونکي ملګري انتخاب کړه!

دوی به تا ته د یو پیاوړي انسان روحیه درکړي او تاته به ووایي چې، ته یې کولای شې، تا ته به ووايي چې ستا په وجود کې ډیر لوړ استعداد پروت دی او تا به خپل ځان ته ځیر کړي او دا په یاد درولي چې، موږ دې تر شاه ولاړ یوو.

7- که ولویدې بیرته راپورته شه!

د ژوند یو نوم مبارزه ده، هڅه مه پرېږده که ولویدې بېرته راولاړ شه او ځانته د نیمګړي انسان په سترګه مه ګوره، هیلې مه بایله، بیا بیا هڅه وکړه تر څو خپلې موخې ته ورسیږې.

8- له ځان څخه د پورته خلکو په اړه اندیښنه مکوه!

ته هم همداسې شخص جوړیدای شې کوم چې له تا پورته دي، احساس دې باید داسې نه وي چې هغه خلک پورته دي او زه ډیر وروسته پاتې یم، بلکې په ټولنه کې وګوره او تر ځان ښکته خلکو ته پام وکړه او ووایه چې، زه بریالی یم او دا خلک وروسته پاتې دي.

9- لټ او تنبل ملګري پریږده!

هغه احساس چې ستا په وجود کې شته دی، ستا لټ او تنبل ملګري به یې درڅخه واخلي، هغوی به تا هم د خپل ځان په څیر کړي، احساس به دې ووژني، زړه به دې مات کړي او داسې احساس به درکړي او درته به ووايي چې، دوه ورځې ژوند ده څه یې کوې، خو دوی دا هېره کړې ده چې، همدغه دوه ورځې ژوند هم باید ښه تېر شي، داسې چې کله ته مړ شې نور خلک تا د خپلو خبرو محور وګرځوي او تا د بیلګې په توګه د خپلو اولادونو لپاره د پند په ډول وړاندې کړي. نو دا هله کیدای شي چې، ته  ددغه شان ملګرو پاڼه واړوې او د ښو ملـګرو ټــــولګه را واخلې!