الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په رستورانتونو او هوټلونو کې د روغتیايي او چاپېریالي معیارونو پر رعایت ټینګار وشو

27 عقرب 1405


د کابل ښاروالۍ له لوري د عامه پوهاوي د برنامو پر دوام، دا ځل د کابل ښار د یو شمېر رستورانتونو او هوټلونو له مسوولینو او استازو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د چاپېریالي روغتیا د رامنځته کېدو، د فعالیتونو د ښه‌والي او د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو د رستورانتونو او هوټلونو د مالکانو د مسوولیتونو په تشریح کولو سره، د دغو مرکزونو په کاري چاپېریال کې د روغتیايي او چاپېریالي معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د ښاریانو لپاره د سالم او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې هڅې وکړي.
مسوولینو وویل چې، د فعالیت د ځایونو کاشي کول او پاک ساتل، د روغتیايي اصولو رعایت، د کارکوونکو د روغتیايي کارتونو لرل او د ککړوونکو موادو د خپرېدو مخنیوی هغه اړین موارد دي، چې باید په ټولو رستورانتونو او هوټلونو کې په پام کې ونیول شي.
همدا راز د ژمي موسم په رارسېدو او د تودوخې او مرکزي ګرمۍ سیستمونو د کارونې د زیاتوالي له امله، د یادو مرکزونو له مسوولینو وغوښتل شول، چې د لوګي د تصفیې فلټرونه فعال وساتي او له هغو سیستمونو څخه ډډه وکړي، چې فلټرونه نه لري او یا یې فلټرونه غیرفعال دي؛ ځکه د سون له امله د رامنځته کېدونکي لوګي او ککړوونکو موادو کنټرول د هوا د ککړتیا په کمولو او د ښاریانو د روغتیا په ساتنه کې اساسي ارزښت لري.
د برنامې په یوه پله برخه کې د فاضلاب پر مدیریت او د اوبو د سرچینو له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه معلومات وړاندې شول او ټینګار وشو چې، د فاضلاب لپاره باید غیر جذبي څاګانې وکېندل شي او اړوند معیارونه په پام کې ونیول شي.
د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو څرګنده کړه، چې د رستورانتونو او هوټلونو د روغتیايي او چاپېریالي وضعیت څارنه به دوام ولري او که د نافذه مقرراتو سره په ټکر کې کومه سرغړونه ولیدل شي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
په پای کې، د رستورانتونو او هوټلونو له مسوولینو او استازو وغوښتل شول، چې د وړاندې شویو لارښوونو په عملي کولو او له کابل ښاروالۍ سره د دوامدارې همکارۍ له لارې د چاپېریال په پاک ساتلو، د هوا د ککړتیا په کمولو او د عامې روغتیا په ساتنه کې مسوولانه ونډه واخلي.