د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د درېیمې او دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو او یوشمېر مشرانو سره وکتل

14 جوزا 1403

12156.jpg (1820 × 1024)

د ښاري او سیمه ییزو ستونزو د پېژندنې او د هغو د حل په موخه، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د درېیمې او دیارلسمې ناحیې له یو شمېر مشرانو او د خلکو له استازو سره وکتل. په دې کتنه کې کابل ښاروال د سړکونو، لښتیو، تنظیفي او د زرغونتیا خدمتونو او د عامه تاسیساتو د کموالي په برخو کې د دوی ستونزې واورېدې او ویې ویل: کابل ښاروالۍ به د متوازنې پراختیا د اصولو پر بنسټ او د امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو او له ښاري قوانینو او مقرراتو سره سم، د بېلابېلو ناحیو د اوسېدونکو اړتیاوو او پر ځای غوښتنو ته رسېدنه وکړي. دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړه چې، ښاري برنامې او پلانونه به د ښاریانو له رغنده او ګټورو نظریاتو څخه په ګټې اخیستنې سره جوړ او وروسته به یې پلي کړي