الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې لښتیو ته د فاضلاب له لېږدولو مخنیوی وشو

15 جوزا 1403

12166.jpg (1820 × 1024)

د چاپېریال او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د اوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې لښتیو ته د فاضلاب له لېږدولو مخنیوی وشو او سرغړونکي له سپارښتنو او تادیب سره مخ شول. د اوولسمې ناحیې د مرستیال مولوي ذبیح الله نبي خیل په وینا؛ د یادې ناحیې په کچه له کورونو څخه لښتیو ته د فاضلاب پرېښودل شویو لارو د بندولو لړۍ په جدي توګه روانه ده. نوموړي زیاته کړه: ښاریان باید د خپلو کورونو د فاضلاب لپاره جذب نه لرونکې سپتیک څاګانې وکیندي او لښتیو او کانالونو ته د فاضلاب لارو له را پرېښودلو څخه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست په بېلابېلو ناحیو کې د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه له سرغړونکو څخه لیکل شوې ژمنې اخیستې دي ترڅو د خپلو ودانیو د فاضلاب لارې لښتیو، کانالونو او کابل سیند ته را پرېنږدي. له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي