د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د جوړولو چارې روانې دي

15 جوزا 1403

12170.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې او اوولسمې ناحیې اړوند له سرای شمالي څلورلارې څخه د نادریې لېسې تر څلورلارې پورې د بادام باغ نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامواو پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۳۲۸۹) متره اوږدوالی لري، (۲۰۰۰) متره یې (۳۰) متره او پاتې (۱۲۸۹) متره یې (۲۰) متره سور لري او په روان کال کې به په بنسټیزه توګه بشپړ شي. اوس مهال د یاد سړک دجوړولو پر وړاندې د شته خنډونو پاکولو او کېندلو چارې روانې دي او غوښتنه کیږي ترڅو اړوند ادارې او ښاریان چې، د یاد سړک په اوږدو کې میشت دي د خنډونو د پاکولو په ځانګړې توګه د برښنا ستنو، انټرنټي او د اوبو رسونې شبکو په لېږدولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي او معیاري ودې ته زمینه برابره او د سرای شمالي، کارته پروان او ور څېرمه سیمو په ترافیکي بهیر کې به آسانتیاوې رامنځته شي