د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاریانو مرستې د بغلان ولایت د سیلاب ځپلو کمېټې ته وسپارل شوې

15 جوزا 1403

12172.jpg (1820 × 1024)

د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره د خواخوږۍ او ډاډګیرنې په موخه، د کابل ښاریانو مرستې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او ورسره مل پلاوي لخوا بغلان ولایت ته ولېږدول شوې او په داسې حال کې چې، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني هم شتون درلود، د مرستو راټولولو کمېټې ته چې، مشري یې د بغلان ولایت د عالمانو شورا کوي وسپارل شوې.  کابل ښاروال د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وویل: د زیانمنو کورنیو ستونزو ته رسېدنه کیږي؛ ځکه د افغانانو ترمنځ مینه او دوستي شته او د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره د مرستې په برخه کې ټول افغان ملت د دوی تر څنګ ولاړ دی. کابل ښاروال زیاته کړه: د بغلان ولایت له سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه، د کابل ښار د سیمه ییزو شوراګانو له لارې شپږ میلیونه او ۵۰ زره افغانۍ نغدې پیسې او لس لارۍ د خواړو توکي، جامې او د کور نور اړین وسایل راټول شوي دي او ډېر ژر به د ځانګړې کمېټې له لارې په واقعي اړمنو کورنیو ووېشل شي