الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د واټونو د نومولو کمیسیون لومړنۍ غونډه ترسره شوه

15 جوزا 1403

12180.jpg (1820 × 1024)

د تاریخي او ملي ارزښتونو ساتلو  په موخه، د کابل ښاروالۍ، اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو اړوند ادارو ترمنځ د کابل ښار د یو شمېر واټونو او څلورلارو د نومولو په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دفرهنګ او هنر برخې مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل: د یاد کمیسیون لومړی کار،په تاریخي او رسمي نومونو د کابل ښار د واټونو او څلورلارو نومول دي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: د واټونو د نومولو کمیسیون یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړ او له دې لارې به د کابل ښار د څلورلارو او واټونو نومونه د افغانستان د تاریخي او ملي ارزښتونو پر بنسټ تنظیم شي. نوموړي زیاته کړه، په پام کې ده چې د سړکونو او څلورلارو لوحې رنګ او د ډیزاین له مخې بیا ځلي نوې شي