د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.35 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

خپلواکي زموږ ارزښت دی

حبیب الرحمن رحیمي

 12184.jpg (1200 × 528)

په کلیواله ژبه کله چې د لوی اسمان پر مخ د وريځو کاروان تېرېږي د اسمان  تنېدو غږ او برېښناوې تر ستر ګو کیږي. عام خلک بیا وايي" تورې برېښي"نو له همدې جملې څخه موږ دا تعبیر را اخلو چې، د دې سیمې خلک د تورې په ارزښت پوهیږي او څوک چې توره ساتي او پالي یې، هغوی خپلواکي لري.  خپلواکي هغه روح ده چې، د خپلواکو هېوادونو په تن کې چلیږي، دا هوا هر څوک اړ کوي چې  په خپلې ارادې سره خپل برخليک   و ټاکي، ځکه دا هغه وږمه له ځان سره د هسکو غرونو له څوکو راوړي چا چې دلته د وطن خاورې ته د اوبو پر ځای وينې ورکړې دي، له همدې برکته سيندونه هم په څپو کې د خپلواکۍ زمزمې کوي، د سیند د غاړې ولاړ چینارونه هم په خپل څنګلوریو تازه را ټوکېدلو ګلونو ته د پاڼو په شور کې د لوی افغان هغه خبره کوي چې، خپلواکي اخیستل کیږي او نه ورکول کیږي. ګل پاڼې د حیا د څادر په  نغښتې ښکلا کې پټ بورا ته د خپلواکۍ هېجا رسوي خو کله چې دا خبره تر بلبله رسیږي ټول طبيعت ته په زغرده وايي: خپلواکي وپالئ، دا زموږ ارزښت دی! خپلواکي الهي ډالۍ ده او الله(ج) پر هغو ملتونو لورولې ده، کوم چې خپل ارزښتونه ساتلی شي او ساتي یې. بلخوا ريښتنې خپلواکي هغه ده چې، پر شته ځمکه د الهي قوانینو په رڼا کې د اسلامي نظام په شتون سره هر څوک ژوند وکړای شي او ټولو هغه  حقوقو ته چې، اسلامي شريعت ورته ورکړي وي لاس رسی ولري. همدارنګه دا د خپلواکو ملتونو حق دی چې، ورکړل شي ځکه خپلواکه هېوادونه د هېڅ چا یرغل زغملی نشي او پرته له خپلو ارزښتونو ژوند نه کوي، نو پر همدې بنا دوی اړ دي چې دغې سپېڅلي موخې ته د رسېدو لپاره ټولې ممکنې لارې چارې په کار واچوي تر څو حق د باطل پر وړاندې بریالی او ځای یې ونیسي