د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې د اړوند سیمو په سړکونو او پلو لارو کې خنډونه پاک شول

15 جوزا 1403

12187.jpg (1820 × 1024)

د بشپړ ښاري نظم رامنځته کولو په موخه د درېیمې ناحیې د مسئولانو له لوري د عملیاتي پلان په پلي کولو کې سره د یادې ناحیې د اړوند سیمو په سړکونو او پلو لارو کې خنډونه پاک او ویجاړل شول. په دې عملیاتو کې په هغه پلو لارو کې چې، د پارکېنګ ګټه ترې پورته کېده مخنیوی وشو او سړغړونکي له تادیب او سپارښتنو سره مخ شول. په همدې توګه د سوداګریزو ودانیو پر مالکانو او اصنافو ټینګار وشو چې، د ښاري نظم رامنځته کېدو او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه هر څه ژر د خپلو ودانیو له لاندني پوړ ( تکهوۍ) څخه د وسایطو درولو په موخه کار واخلي او یا هم کومه بله بدیله لاره و سنجوي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي چې، بیا د شکایت حق نه لري. ښکاره ده چې، په سوداګریزو او لوړ پوړیزو ودانیو کې د وسایطو د پارکېنګ نشتون او سړکونو او واټونو کې د موټر درولو په موخه ګټه اخیستنه د ښاري بې نظمۍ او ګڼه ګوڼه سبب ګرځېدلې ده. د یادونې وړ ده چې، په دې عملیاتو کې ښاري عامه سیمې بېرته ترلاسه او د ټولو ښاریانو په واک کې ورکړل شوې.  کابل ښاروالي د قانون حاکمیت او د بشپړ ښاري نظم رامنځته کولو په برخو کې قوي هوډ او ژمنتیا لري