د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:00 ق-ظ
لمر راختل 5;26 ق-ظ
د ماسپښين آذان 11:53 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 6:38 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.35 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.190 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

مسئولیت، ټولنیز اخلاق او ښاري کلتور د هوسا ټولنې بنسټ جوړوي

ناصري

 12210.jpg (1200 × 528)

په دې کې شك نشته چې د يوې ټولنې په جوړولو او پرمختگ کې د خلكو ونډه رغنده رول لري، ځکه هغوی كولای شي چې د خپلې ټولنې په جوړولو کې مثبت رول ولوبوي. دلته  درې مهم ټکي شته دي چې كولای شي د ټولنې په پرمختگ او هوساينه کې ګټورثابت شي، يو یې ښاري کلتور، د مسئولیت احساس او بل یې ټولنيز اخلاق دی، چې له نيكه مرغه زموږ په ټولنه کې نن ورځ د تيرو وختونو په پرتله دغو  ټکو ته د خلکو پاملرنه زیاته شوې، چې په بنسټ یې کېدای شي خلك د خپلې ټولنې او خپل ښار په جوړولو کې ونډه واخلي او په دې برخه  کې خپل مسئولیت ادا او له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. اوس چې د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل ښار په ډیری برخو کې د جوړولو، رغولو، ښکلا او زرغونتیا چارې پیل شوې، ښاریانو ته هم اړینه ده چې، د خپل مټ  په زور د خپلې ټولنې او خپل ښارد آبادۍ او خلکو ته د هوساینې د رامنځته کولو په پار، په دغو ټولنيزو او رغنیزو چارو کې برخه واخلي، خپل دیني او ملي مسئولیت دې ادا کړي. خو دې ته مو باید پام وي چې، کابل ښاروالۍ نن زموږ د کور(ښار)  جوړولو ته په ريښتني توګه ملا تړلې ده، خو د ورانيو جوړول او د ښاري ستونزو له منځه وړل، زيات وخت، زياتې بودجې او نورو اړينو امكاناتوته اړتيا لري. كه چيرې موږ ټول كارونه چې، ترسره كول یې زموږ له وسه پوره دي هغه دولتی ادارو په ځانګړې توګه کابل ښاروالۍ ته پرېږدو اودې ته په تمه و اوسو چې ښاروالۍ دې راشي زموږ چاپېريال «كور، د كور مخه، د كاركولوځای او ويالې» را پاک کړی او دغه راز زموږ د كور كثافات دې ټول او ولېږدوي، آيا د ښاروالۍ د تنظيف اداره نورکارونه نه لري او دومره توان پکې شته چې دا ټول كارونه ترسره کړي؟  آيا دا زموږ د بې مسئولیتۍ نښه نده؟ په داسې حال کې چې د داشان كارونو سرته رسول د هر ښاري دنده او مسئوليت ده،  کوم چې د هر هيواد وکړي یې په ډير شوق سره ترسره كوي. او بل دا چې، كه چيرې گران هټيوال او نور فعالیت کوونکي د خپلو شخصی ګټو په موخه، په پلو لارو کې د خپلو توكو په ایښودلو سره ښاريانو ته ستونزې او خنډونه رامنځته كوي، آيا دا كار له انصاف څخه لرې نده؟ اّيا د تنظيف عمله دومره وخت او امكانات لري چې هره ورځ راشي او د داشان خپل سريو او سرغړونو مخه ونیسي؟ په هر حال كه چيرې موږ د يوه ښاري په توكه د دغو ټولنيزو ستونزو او خنډونو په له منځته وړلو کې ونډه وا نه خلواو په دې برخه کې خپل مسئوليت ترسره نکړو او د خپلې ټولنې د پرمختګ او جوړولو په وړاندې  خنډ شو، اّيا دا امکان شته چې زموږ ښار او ټولنه به د پرمختگ او ترقۍ لاره ووهي؟ آيا اوس د دې وخت نه دی چې، د ټولنې د يوه فعال غړي په توگه د خپلې ټولنې د جوړولو او پرمختگ په مـوخه، خپل مسـئولیت ادا کـړو، ټولنيز اخـلاق او ښـاري کلتور په پام  کـې ونيسو او خپلو ښـاریانو ته د هوسـا ژونـد زمینه بـرابره کـړو؟