الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د تحلیل او ودانیز جواز د صادرولو ریاست خبرتیا

15 میزان 1404

 16591.jpg (680 × 680)

د کابل ښاروالۍ د تحلیل او ودانیز جواز د صادرولو ریاست له شهر نو پارک څخه د دهن باغ په سیمې کې د دویمې ناحیې اداري ودانۍ لومړي پوړ ته لیږدول شوی دی. له همدې امله درنو مراجعینو ته خبر ورکول کیږي چې، له دې وروسته، د خپلو سندونو د اداري پړاونو د بشپړولو او د خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه، په نوې پته یاد ریاست ته مراجعه وکړي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، نوې پتې ته د یاد ریاست لېږد به ښاریانو ته د چوپړتیاو د وړاندې کولو لړۍ نوره هم آسانه کړي