الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د پانګونې د جذب کمېټې غونډه ترسره شوه

16 میزان 1404

 16604.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د دې ادارې د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر داخلي پانګوالو په ګډون د پانګونې د جذب کمېټې غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د لومړۍ، یولسمې، پنځلسمې او یو شمېر نورو ناحیو په اړوند سیمو کې چې، لوړ اقتصادي ظرفیت لري، د عامه مشارکت کړنلارې له مخې تر ځمکې لاندې مارکېټونو د جوړولو طرحې و ارزول شوې او په اړه یې بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال د متشبثینو له لوري د وړاندې شویو طرحو د ارزولو سربېره په دې برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ویې ویل: کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د داخلي خصوصي سکټور په مرسته په معیاري توګه یو شمېر سوداګریز مارکېټونه جوړ کړي څو په دې توګه د ښار تلپاتې اقتصادي ودې او خوندي پانګونې ته زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالي له داخلي خصوصي سکټور ملاتړ کوي او هڅه کوي چې، دوی ته د پانګونې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي څو د ښار د آبادۍ په برخه کې ګټور ګامونه پورته شي او له بل لوري د معیاري رغونو له لارې د کابل ښاروالۍ په عوایدو کې زیاتوالی راشي. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ، د پانګونې د ودې او له ښاري سیمو څخه د سمې ګټې اخیستنې په برخه کې به د ښار په بېلابېلو برخو کې په مرحله واره توګه یو شمېر ارزول شوي او ګټور پلانونه پلي کړي