الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي

15 میزان 1404

 16589.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند پنجصد فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې د دویمې برخې چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي. دا پروژه په ۱۲۳۴ متره مربع ځمکه کې طرحه شوې ده چې، په هغه کې دوه اته پوړیز او لس پوړیز بلاکونه په پام کې نیول شوي دي او ۷۶ استوګنیز آپارتمانونه، هټۍ او لوی پلورنځي لري. همدا راز په یاده پروژه کې زرغونې سیمې، د وسایطو پارکینګ، د پیلو لارو جوړول، د برښنا او د فاضلاب د تصفیې سیسټمونه، مرکز ګرمي او د ساتونکي خونه هم په پام کې نیول شوي دي چې، د چارو تر بشپرېدو وروسته به په کابل ښار کې په یوه معیاري استوګنیزه سیمه بدله شي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د ځمکو د استملاک پر ځای د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا له کړنلارې څخه د پروژو په پلي کېدو کې ګټه پورته کړي. همدا راز ټاکل شوې ده چې، په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلولو او د کور موندلو په موخه په نورو ناحیو کې هم ورته پروژې طرحه او پلې شي