الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې لښتیو ته له کورونو څخه د فاضلاب له را لېږدولو مخنیوی وشو

17 جوزا 1403

12211.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې له کورونو څخه لښتیو ته د فاضلاب له را لېږدولو مخنیوی وشو او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې د ښار او هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، له کورونو څخه لښتیو ته د فاضلاب پرېښودل شویو لارو د بندولو لړۍ په جدي توګه څارل کیږي. سرغړونکي باید د خپلو کورونو د فاضلاب لپاره جذب نه لرونکې سپتیک څاګانې وکیندي او لښتیو او کانالونو ته د فاضلاب لارو له را پرېښودلو څخه ډډه وکړي. تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست په بېلابېلو ناحیو کې د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، له سرغړونکو څخه لیکل شوې ژمنې اخیستې دي ترڅو د خپلو ودانیو د فاضلاب لارې لښتیو، کانالونو او کابل سیند ته را پرېنږدي