د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د ښار په کچه د کلچو او شریني پخوونکو اصنافو له استازو سره د تولیداتو د لوړ کیفیت، په مناسب قیمت پلورلو او دفعالیت ځای د پاکوالي په اړه غونډه ترسره شوه. د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست مرستیال مفتي فضل الکریم وویل: په غونډه کې ټینګار وشو چې، یاد اصناف دې خپل فعالیتونه د کابل ښاروالۍ د اصولو، مقرراتو او کړنلارو مطابق ترسره کړي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي
د کلچو او شریني پخوونکو اصنافو له استازو سره غونډه ترسره شوه
17 جوزا 1403