الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د تیکا مؤسسې له رئیس سره وکتل

20 جوزا 1403

12231.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار اوسني وضعیت د لا ښه کولو او د پرمختیايي پلانونو د پلي کېدو په اړه د ترکیې هېواد د تیکا مؤسسې له رئیس فاضل آکین اردوغان سره وکتل. په دې لېدنه کې کابل ښاروال وویل: د افغانستان او ترکیې هېواد د ښارونو ترمنځ د دوستۍ اړیکې او په علمي او فني برخو کې د تجربو شریکول به په دوه اړخیزه توګه ترسره شي. دغه راز د ترکيې د تیکا مؤسسې رئیس د افغانانو او ترکانو د اوږدې دوستۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې، د کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو، د نويو هوايي پلونو د ډيزاين او د ښاري آسانتیاوو رامنځته په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي