د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه

20 جوزا 1403

12237.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د معدني اوبو د ویش شرکتونو له استازو سره د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه غونډه ترسره شوه. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست رئیس مولوي یاسر عمري د معدني اوبو د شرکتونو له لوري شته غږیزه ککړتیا د اندېښنې وړ وبلله او ویې ویل: څرګنده ده چې، د معدني اوبو د ویش شرکتونه د اوبو د لېږد پر مهال له لوډسپیکرو څخه ګټه پورته کوي او دې کار ښاریان له ګواښ سره مخ کړي دي؛ ځکه غږیزه ککړتیا د ذهني ګډودۍ او د اورېدو حس د کمزورتیا سبب ګرځي. نوموړي له یادو شرکتونو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د غږیزې ککړتیا سبب ونه ګرځي او د خپلو تولیداتو د پلور لپاره بدیلې لارې وسنجوي. له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي. ښاغلي عمري وړاندې وویل: غوره ده ترڅو د معدني اوبو شرکتونه د لوډسپیکرو پر ځای له تبلیغاتي وزیت کارتونو څخه ګټه پورته کړي