کابل ښاروالۍ د لوی اختر را رسېدو په مناسبت ښاریانو ته د آسانتیاوو او د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي دي او په عامه ځایونو کې د څارویو پلورل په جدي توګه منع دي. دغه راز د څارویو پلورونکو ته سپارښتنه شوې چې، د خپلو څارویو پلورلو په موخه دې له ټاکل شویو ځایونو څخه ګټه پورته کړي؛ او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي. د یادو ځایونو په ټاکل کېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو روغتیا خوندي او د بېلابېلو ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوي وشي، او له بلې خوا به ښاریان وکولای شي په آسانۍ سره له ټاکل شویو ځایونو څاروي وپېري
د ښار په کچه په بېلابېلو زونونو کې د څارویو پلورلو لپاره ځایونه وټاکل شول
21 جوزا 1403