د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

مثبت فکر؛ په انسان کې معنویت را ژوندی کوي او د پرمختګ لامل کېږي

عزیزي

12259.jpg (2500 × 1100)

مثبت فکر او لیدلوری انسانان مثبتو او غوره کارونو ته هڅوي او وګړي له کمزورتیا څخه د پیاوړتیا په لور هڅوي. که چېرته هیله لرو چې د یوې پرمختللې او با ثباته ټولنې شاهدان و اوسو نو اړتیا ده چې، د ټولنې وګړي مثبت فکرونه ولري او تل هڅه وکړي چې، رغنیزې مفکورې تولید کړي. د مثبت اوسېدلو لپاره اړتیا ده چې، د مثبتې پایلې ترلاسه کولو په موخه خپل فکر ته وده ورکړو او حقیقتونه درک کړو.

د نړۍ بریالي کسان څنګه خپلو موخو ته ورسېدل او د دوی د بریالیتوب راز په څه کې ؤ؟ دا هغه پوښتنې دي چې ددې ځواب به یوازې د دوی د مثبت فکرکولو او د دې فکر عملي کیدل وي. نو له دې څخه ښکاري چې د نړۍ ټول پرمختګونه یوازې او یوازې له مثبت فکر څخه سرچینه اخلي او همدا فکر دی چې، یو انسان څومره چې مثبت فکر کوي په هماغه کچه ستر او بریالی شخص ترې جوړیږي. 

مثبت فکر کول په انسان کې معنویت را ژوندی کوي او انسان ته سترتوب وربښي. موږ هغه څوک لوی کسان ګڼو چې، تل لوی او مثبت فکرونه کوي. تاسو به کله هم د کوچني او منفي فکر انسانان  لوی نه وي ګڼلي او د لوی فکر انسانان به مو د وړو او منفي فکر لرونکو کسانو په ډله کې نه وي حساب کړي.

انساني اخلاق، غوره صفات، ښه پرېکړه، د وجدان سپېڅلتیا او دې ته ورته ټول انساني ښکلاوې یوازې او یوازې د مثبت فکر په فابریکه کې تولیدېږي. لکه څرنګه چې شیوکهرا په خپل « ته ګټونکی یې » تر عنوان لاندې کتاب کې هم د مثبت فکر په اړه زیاتې خبرې کړې دي چې د متن په یو ځای کې لیکي: څه ډول کولی شو مثبت فکر جوړ او وساتو؟ ددې پوښتنې د ځواب لپاره یې لاندې ځوابونه ورکړي دي:

((پرهغو اصولو ځان پوه کړئ چې د فکر مثبته بڼه جوړوي، دا باید وغواړئ چې مثبت فکر ولرئ، د تمرین لپاره د هغه اصول، مقرارت او د ژمنتیا حس وروزئ.))

رښتیا هم دا ټول هغه وړاندیزونه دي چې، که چېرته یې وګړي د خپل ژوند لپاره لرلید وګرځوي، کېدای شي په لویو انسانانو بدل شي او ټولنې ته یې خیر ورسیږي.

برعکس که چېرته یو څوک تل منفي فکر وکړي او د هېڅ شي په اړه مثبت نظر ونه لري، داسې کسان به نه یوازې د خپل ځان لپاره ښکاره او ګټوره لاره پیدا نه کړي، بلکې د ټولنې د اوږو بار به وي.

ډیری کسان شته چې په هر ډول شرایطو کې آرام وي او غواړي خپله آرامي وساتي. پوهېږئ چې د هغوی د آرامۍ راز په څه کې دی؟ کله، چې هغوی کولای شي، له شک پرته تاسو هم دغه چاره تر سره کولای شئ، تاسو هم کولای شئ دغه آرامتیا تر لاسه کړئ، خو په دې شرط چې پوه شئ څه ډول مثبت فکر وکړئ او پر منفي موخو خط را کش کړئ!

له بده مرغه زموږ په ټولنه کې تل د منفي فکر لرونکو شمېر پر مثبت فکر لرونکو ډېر وي، د هر چا له خولې به مو دا خبره اورېدلې وي چې، وايي: دا وطن نه جوړیږي؛ د دې خبره ویونکي هغه کسان دي چې، نه د خپل ځان او نه هم د هېواد او خاورې لپاره مثبت فکر لري، دوی تل د خپل فکر له دایرې خبرې کوي او هغه څه حقیقت ګڼي کوم چې، د دوی د ذهن مطابق وي. 

که څه هم داسې کسان له یوې خوا خپل ځان ته زیان رسوي، ځکه دوی هېڅکله هم ښکاره لاره نه لري او بې موخې ژوند کوي او بل خوا د ټولنې د نورو وګړو ذهنونه هم ګډوډ کوي.

په وروستیو څو کلونو کې کابل ښار او ښاریان د داسې پروژو د پلي کولو شاهدان دي چې، مخکې یې ساری نه وو. دا حقیقت دی او دا حقیقت باید ښاریان ومني او درک یې کړي. له نیکمرغه که څه هم د ښاروالۍ دې کړنو د کابل ښاریانو، هېوادوالو او نړیوالو تود هرکلی له ځان سره لري، خو لاهم یو شمېر کمزوري او د منفي فکر خاوندان دا حقیقت نه مني.

په اوولسمه ناحیه کې د یوه ښاري له خولې چې د نوي سړک جوړېدولو ته خوښ وو، کټ مټ د هغه خبرې لیکم: کور مې دې ړنګ شي، ځمکه مې دې له لاسه ووځي خو آبادي غواړو، سړک غواړو او پرمختګ غواړو، ډېر کلونه کېدل د داسې پروژو تږي وو، شکر دی د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره زموږ هیلې په حقیقت بدلیږي.

رښتیا هم د دې هېواد په ځانګړې توګه د کابل ښار اوسېدونکي د آبادۍ تږي دي او که چېرته دوی ته ډېر لږ کار هم وشي، خوشحاله کیږي او مشرانو ته د لا بریالیتوب دعاء کوي چې، موږ د ډېرو داسې پېښو او هرکلي شاهدان یوو.

که چېرته د دې ښار هر وګړی د بیارغونې، هېواد پالنې او همکارۍ فکر ولري، لیرې نه ده چې، کابل ښار به د نړۍ یو له معیاري او پرمختللو ښارونو وګڼل شي.

د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي په پوره اخلاص، رښتینولی او پیاوړي هوډ سره د ښار د آبادۍ په برخه کې کارکوي او په دې برخه کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي.

که چېرته مثبت فکر وکړو، د همکارۍ روحیه لا پیاوړې کړو او په ګډه د دې خاورې او په ځانګړې توګه کابل ښار د آبادۍ لپاره لاسونه سره یو کړو؛ لېرې نه ده چې، خپلو دغو بریالیتوبونو او سپېڅلو هېلو ته به ورسیږو.