د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

24 جوزا 1403

12284.jpg (1820 × 1024)

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مسئولینو له لوري د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د خوراکي توکو په پلورنځیو کې د کابل ښاروالۍ د نوې (۳۵مې) ګڼې نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: سرغړونکو ته خبرداری ورکړل شو، که چېرته له نرخنامې څخه بیا ځلي سرغړونه وکړي له جدي قانوني چلند سره به مخ شي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، ټول اصناف او هټیوال باید انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي دې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري. ښاغلي انصار زیاته کړه، اړتیا ده چې ټول ښاریان د نرخنامې د تطبیق کلتور د دودولو او د قانون د حاکمیت په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې،  ټولو اصنافو او هټیوالو ته له وړاندې خبر ورکړل شوی ترڅو نرخنامه د لیدوړ ځای کې نصب او د هغې له مخې دې خپل توکي وپلوري