د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د پاتې برخې قیرچارې پیل شوې

24 جوزا 1403

12290.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د (E) برخې سړک د پاتې برخې قیر چارې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر تر نظر لاندې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، په دې پروژه کې دې د کار کیفیت او چټکتیا ته پام وکړي او د سړک جوړونې د دغې مهمې پروژې له چارو څخه دې په دوامداره توګه څارنې ترسره شي. د رحمن مېنې د (E) برخې سړک په ټولیزه توګه (۳۳۰۰) متره اوږدوالی لري چې، له ستانکزي بلاکونو څخه تر هېوادوال بلاکونو پورې یې د (۴۰) مترو په سور او له هېوادوال بلاکونو څخه د اتمې امنیتي حوزې تر څلورلارې پورې یې د (۱۲،۵) مترو په سور سره قیر چارې تېر کال ترسره شوې دي او اوس مهال د یاد سړک د پاتې برخې قیر چارې د اتمې امنیتي حوزې له څلورلارې څخه د کارته نو سړک پر لور د (۱۱،۲) مترو په اوږدوالي سره پیل شوې او هڅه کیږي ترڅو هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.  د یاد سړک د جوړولو چارې تر اوسه په ټولیزه توګه (۷۵) سلنه مخته تللې دي چې، د لښتیو، کانالونو، ګلدانونو، پلو لارو، تم ځایونو، د بایسکل چلولو لیکو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو جوړول هم پکې شامل دي. د یاد سړک له قیر چارو سربېره د (۱۰۰۵) مترو په اوږدوالي، د (۱.۵) مترو په سور او (۱.۵) مترو په ژور والي سره یې د کانال جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.  د دغې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي