الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

12296.jpg (1820 × 1024)

د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند سیمو کې د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او د دې ناحیې د اوسېدونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو چې په پایله کې یې یوه اندازه کثافات راټول او له ښار څخه د باندې ولېږدول شول. د ښار پاکول یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی؛ اړتیا ده چې په دې برخه کې ټول ښاریان مرسته وکړي، ځکه د کثافاتو بې ځایه غورځول له یوې خوا د نارنجي اغوستونکو پر اوږو بار زیاتوي او بل خوا ته د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځي. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د لوی اختر په شپو ورځو کې د څارویو ذبح کولو له امله تولید شوي کثافات بې ځایه ونه غورځوي او هغه دې ټاکل شویو ځایونو ته ولېږدوي