د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا وستایل شو

24 جوزا 1403

12299.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اوولسمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا د هغه د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو د ترسره کولو له امله وستایل شو. په هغه ستاینغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د اوولسمې ناحيې اوسېدونکو د خيرخانې کوتل، له ذاکرين ښارګوټي څخه تر قرغې پورې د عمومي سړکونو او د دې ناحیې په بېلابېلو سيمو کې د فرعي سړکونو د جوړولو په برخه کې دکابل ښاروالۍ کړنې، کابل ښاروال ته د عزت پګړۍ او د ویاړ چپنې په ډالۍ کولو سره وستایلې.  دغه راز کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې ځان د کابل ښاریانو خدمتګار وباله او زیاته یې کړه: د خلکو خوښي او ملاتړ موږ ته دا روحیه راکوي چې، د ننني عصر د اړتیاوو سره سم د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ګامونه پورته کړو. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، د ښاري برنامو او پلانونو په پلي کېدو کې د ټولو ښاریانو مرسته اړینه ده.  کابل ښاروال زیاته کړه: د متوازنې پراختیا د اصولو پر بنسټ او د خپلو شته امکاناتو او سرچینو په پام کې نیولو سره به د ښاري قوانینو او مقرراتو سره سم، د بېلابېلو ناحیو د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وشي