شاهین
قرباني د ابراهیم علیه السلام سنت دی، کوم چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام ته د خپل خوږ بچي اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو حکم وکړ، د الله تعالی د حکم سره سم پلار او زوی داوړه تیار شول تر څو د الله تعالی دغه حکم پر ځای کړي، خو په دغه وخت کې اسماعیل علیه السلام لا د بلوغ دورې ته نه ؤ رسیدلی. د الصافات سورت په 102آیت کې الله تعالی په دې اړه فرمایلي دي:
ژباړه: هغه هلک چې د هغه سره د منډو ترړو سن ته ورسید، نو ابراهیم علیه السلام هغه ته وویل زویه! زه په خوب کې وینم چې تا ذبح کوم، اوس ته ووایه چې ستا څه نظر دی؟ هغه وویل: پلارجانه! هغه څه چې تا ته یې حکم کېږي ترسره یې کړه، ته به ان شاءالله ما له صابرانو څخه ومومې!
دا په ابراهیم علیه السلام باندې د الله تعالی جل جلاله له لوری یوه آزموینه وه چې، آیا د الله تعالی په لار کې د خپل خوږ زوی قربانۍ ته تیار دی، چې ابراهیم علیه السلام د الله تعالی په دغه آزموینه کې بریالی شو او د خپل زوی پر ځای یې څاروی قربانی کړ.
دا قرباني هماغه د ابراهیم علیه السلام سنت دی او د دې قرباني څخه اصلي موخه اخلاص او د الله تعالی رضا ده.
د قربانۍ طریقه:
د قربانۍ څاروي د ذبح کولو پر وخت دهغه مخ باید د قبلې لوري ته وي او دغه دعا به ووایي:
ژباړه: ما خپله ټوله پاملرنه له هر لوري څخه راګرځولې ده او د هغه ذات لوري ته را ګرځېدلی یم کوم چې، آسمانونه او ځمکې یې پیدا کړي دي او زه د مشرکانو له ډلې څخه نه یم، زما لمونځ، زما حج او ټول عبادتونه او زما ژوند او زما مرګ ټول د الله(ج) له پاره دي، چې هغه د ټولۍ نړۍ اصلي مالک دی او د هغه هېڅوک شریک نشته، ماته ددې حکم شوی دی او زه فرمانبرداریم.
اې الله(ج)! دا هر څه ستا ورکړه ده او ستا لپاره دي.
که یې دعا یاد نه وي په زړه کې دې نیت وکړي، بسم الله او الله اکبر به ووایي، د څاروي په مخ کې به چاړه یا تیغ نه تېره کوي او د قرباني په وخت کې چاړه باید تېره وي تر څو څاروی ورباندې په تکلیف نشي، او تر هغه وخت پورې چې د څاروي ساه نه وي وتلې، څرمن به نه ترې باسي.
د قربانۍ شرعي حکم:
قرباني واجب ده او د حنفي مذهب د فقهاوو په قول، قرباني په هرهغه چا چې، په همدغه وخت کې مالک د نصاب وي واجب ده. همدا راز حضرت امام لیث بن سعد، حضرت امام اوزاعي په ګډون یو شمېر فقهاوو همدا قول هم تائید کړی دی.
د لمانځه مخکې د قربانۍ حکم څه دی؟
د قربانۍ وخت د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته پیل کېږي. انس رضی الله عنه روایت کوي چې، جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ژباړه: چا چې د لمانځه مخکې قرباني وکړه نو هغه د ځان لپاره قرباني کړې ده او چا چې د لمانځه وروسته قرباني وکړه نو هغه اسلامي نسوک پوره او د مسلمانانو د سنتو مطابق یې عمل وکړ. (رواه البخاري احکام الاضحیة ص 114).