د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پښتونستان څلورلارې او د نادر پښتون واټ ښکلا چارې بشپړې شوې

12304.jpg (1820 × 1024)

د لوی اختر د را رسېدو په مناسبت د ښار په مرکزي برخه کې د پښتونستان څلورلارې او پښتونستان واټ ښکلا چارې بشپړې او ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د چارو‌ ادارې د رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور ،د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو د رئیس قاري ولي ګل جواد او د سن سکای ودانیز شرکت د استازي حاجي مختار شریفي په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د ریاست الوزرا مرستیال د ښاري ښکلا په برخه کې د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې وستایلې او ویې ویل: کابل ښاروالي د سړکونو جوړولو او نورو ښاري خدمتونو وړاندې کولو سربېره ښاري ښکلا ته هم پام کړی چې، په دې کار سره د کابل ښار په بڼه کې مثبت بدلون راغلی دی. ښاغلي حنفي د سن سکای ودانیز شرکت له مسئولانو مننه وکړه چې، د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په لګولو سره یې د پښتونستان څلورلارې او نادر پښتون واټ په ښکلا کې برخه اخیستې ده. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، نور سوداګر او د خصوصي سکټور غړي هم باید د ښار په آبادۍ او ښکلا کې برخه واخلي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: د ښار د آبادۍ او ښکلا په برخه کې به نور ګټور پلانونه هم پلي شي، ځکه ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني دید کې غوره بدلون راولي. ښاغلي جواد زیاته کړه: د ښاري ښکلا پروګرامونه تاریخي او کلتوري ارزښتونو ته په کتو پلي کیږي. نوموړي وویل: د پښتونستان څلورلارې په ښکلا چارو کې د یوې نوې دوراني فوارې جوړول، د ښکلا څراغونو نصبول، د عمومي فوارو د تلې چپس کاري، د کټارو نوي کول، د څلولارې رنګول او د اوبو سیستم نوي کول شامل دي چې، د یادې څلورلارې ښکلا ورسره ډېره شوې ده. په همدې توګه د نادر پښتون واټ په ښکلا چارو کې د څراغونو نصبول، د خیرخواه مارکېټ مخې ته د پلو لارو په تیږو فرش او د اوږدو څوکیو نصبول شامل دي