د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,65 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل په منډوي کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه

5 سرطان 1403

12328.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د لومړۍ ناحیې اړوند په کابل منډوي کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه. په دې څارنه کې کابل ښاروال د کار پر کیفیت ټینګار وکړ او د دغه مارکیټ له لارې یې د اقتصادي ودې او کاري بوختیاوو په اړه خپلې نظریې شریکې کړې. یاد مارکیټ د اقتصادي ودې په موخه، د (۴۲۰۰) مترمربع مساحت په درلودلو سره په (۵) بلاکونو او (۳) پوړونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور (قراردادي شرکت)  په ګډون د (۴۷۴) هټېو په درلودلو سره په معیاري توګه د جوړيدو په حال کې دي. په دغه مارکېټ کې د ښاري او لمریزې برېښنا، د ننوتو او وتلو دروازې، د اور وژنې سیسټم، جومات، تشنابونه او نورې آسانتیاوې په پام کې نیول شوي، چې تر اوسه یې (۹۵) سلنه چارې مخته تللې او په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.  د دغه مارکېټ د جوړېدو په بدل کې به قراردادي شرکت د قرارداد له مخې د درېيو کلونو لپاره د یاد مارکېټ د هټیو کرايه له متشبثينو څخه اخلي او قراردادي  شرکت به د دغه مارکیټ له هټیو څخه کابل ښاروالۍ ته دولتي کرایه تحویلوي. دیادولو وړ ده چې، کابل ښاروالۍ به له درې کلونو وروسته د دغه مارکیټ د بیا ځلي قرارداد په اړه تصمیم ونیسي